سوات 14 دسمبر (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د سوات په خوازہ خیله سيمه كښې د جدید نادرا سینټر پرانسته وكړه۔په دې موقع دستوري ته وينا كښې وفاقی وزیر ووئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې اولس له ریلیف وركولو او د هغوي د مسئلو حل كولو په مشن كار كوي۔ده ووئيل د وزیراعظم شپه ورځ هلو ځلو په نتيجه كښې د هېواد معيشت ښه ??وي ، د زرمبادلې پانګي زياتي ??وي ، اسټاك ماركيټ كښې استحکام راغلے ٬ ګراني كمه ??وي او د بهر نړۍ ??ه پاكست??ن باور زياتيږي۔ وفاقي وزير د پي ټي آئي په قیادت تنقید کولو سره ووئيل د ه غوي لارښود اولس د اړي ګړي او تباهۍ پلو روان كړي دغسې د هغوي بهرنۍ ايجنډا د اولس لپاره د زيان وړ ده۔ده ووئيل د پي ټي آئي کارمندانو دې د ??پل?? لارښودو څخه پوښتنه وكړي چې په اسلام آباد قبضه كولو غږ نه پس هغوي چرته تښتيدلې ؤ ۔ هغوي پ??پل?? تښيدلي وو او كارمندان ئې هم دغسې پرېښودلي۔وفاقي وزير ??وئيل د بے ګناه پوښتنو سره زياتې به په هيڅ صورت قبلولې نشي او مسلم لیګ (ن) عمر له د هغوي مرسته كړي او سباؤن كښې به هم ??پل?? مرسته روانه ساتي۔په دې موقع وفاقی وزیر د اپر سوات اولس لپاره خوازہ خیله كښې ميګا نادرا سینټر جوړولو اعلان وكړو دغسې چې د سيمي وګړو ته ټولي آسانۍ ترلاسه شي۔په دې موقع د مسلم لیګ (ن) سوات صدر قیموس خان، پخوانې اېم پي اے سردار خان او نور ځائې لارښود هم موجود وو۔
Nguồn bài viết : Trực tiếp bóng đá